د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 4.00 ق-ظ
لمر راختل 5.2 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:45 ب-ظ
د مازديګر آذان 5:30 ب-ظ
د ماښام آذان 6.55 ب-ظ
د ماسختن اَذان 8:15 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 69.75 افغانی
1 یورو 77.48 افغانی
1 درهم 18.71 افغانی
1 تومان 1.2 افغانی
1 کلدار 245 افغانی
1 هندی 822 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د وچې میوې د سوداګریز مارکېټ د جوړولو چارې د بشپړېدو په حال کې دی

4 جدی 1403

13902.jpg (1820 × 1024)

د کابل ښاروالۍ له لوري او د خصوصي سکټور په مرسته، د لومړۍ ناحیې اړوند په سینما بهزاد سیمه کې د وچې میوې د مارکېت جوړولو چارې چې، د روان کال په لومړیو کې پیل شوې وې تر اوسه ۹۰سلنه مخته تللې دي او ټاکل شوې ده ډېر ژر بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي. دغه مارکېټ د اقتصادي ودې او د ښاري نظم د تنظیم په موخه، په ۵۲۹۰ متر مربع مساحت سره د تکهوۍ په ګډون په دوو پوړونو او پنځو بلاکونو کې جوړېږي چې، په هغه کې ۱۹۰ هټۍ، د ۱۰۰ موټرو لپاره پارکېنګ، یوه عمومي او دوه فرعي دروازې، د ښاري او لمریزې برښنا، د اور وژنې سیسټم، جومات، تشنابونه او نورې آسانتیاوې هم په پام کې نیول شوې دي