د ځمکې د سطحي اوبو د مدیریت په موخه، د پنځمې ناحیې اړوند د قرغې فامیلیو په سیمه کې د یوه کانال د جوړولو چارې چې، څه موده وړاندې د کابل ښاروالۍ له خوا پیل شوې وې، څه باندې ۸۰ سلنه مخته تللې دي او ټاکل شوې ده ډېر ژر بشپړې شي. د یادې پروژې د انجنیر محمد ایمل خُرم په وینا: دغه کانال چې ۴۹۰ متره اوږدوالی، ۱.۹ متره سور او ۱.۶ متره ژوروالی لري؛ د ژمنيو تدابیرو په پام کې نیولو سره د جوړېدو په حال کې دی. د دې کانال په جوړېدو سره به له یوې خوا د ذاکرین ښارګوټي د سړک سطحي اوبه د قرغې ( آبریزه) ته ولېږدول شي او بله خوا به سړکونو ته د اوبو له راختلو او ویجاړېدو څخه مخنیوی وشي
د قرغې فامیلیو په سیمه کې د کانال جوړولو چارې د بشپړېدو په حال کې دي
4 جدی 1403