د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 5:00 ق-ظ
لمر راختل 5:44 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 4:1 ب-ظ
د ماښام آذان 5:45 ب-ظ
د ماسختن اَذان 7:8 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 70.12 افغانی
1 یورو 74.84 افغانی
1 درهم 18.12 افغانی
1 تومان 0.980 افغانی
1 کلدار 241 افغانی
1 هندی 830.50 افغانی

د کابل ورځپاڼی

له هنګرها څلورلارې تر قصبې او له لب جر څخه تر سرای شمالي پورې د سړک جوړولو له پروژو څخه څارنه وشوه

5 جدی 1403

13914.jpg (1820 × 1024)

د کارد کیفیت او چټکتیا په موخه د کابل ښاروالۍ د ښاري خدمتونو او چاپېریال ساتنې مرستیال مولوي محمد خالد سجستاني او د ودانیزو چارو مرستیال انجنیر عامر زمرک یاسر له هنګرها څلورلارې څخه تر قصبې سړک او له لب جر څخه تر سرای شمالي پورې د سړک او د وزیر آباد کانال د پاسه د د دوه پلونو د جوړولو له پروژو څخه څارنه وکړه. د کابل ښاروالۍ مرستیالانو د سړک جوړونې په پروژو کې د کار پر کیفیت ټینګار وکړ او ویې ویل چې، له هنګرها څلورلارې څخه تر قصبې پورې او د یاد سړک په اوږدو کې د وزیر آباد کانال د پاسه د دوه پلونو د جوړولو چارې دې هرڅه ژر بشپړې او د ترافیکو پرمخ دې پرانیستل شي. په همدې توګه د کابل ښاروالۍ مرستیالانو مسئولانو ته لارښوونه وکړه چې، له لب جر څخه تر سرای شمالي پورې سړک دې چې، په وروستیو کې یې په یوه لیکه کې د یوه کیلو متر په اوږدوالي او د ۱۴.۱۵ مترو په سور سره د یوې برخې قیر چارې ترسره شوې دي هرڅه ژر دې د ترافیکو پرمخ پرانیستل شي ترڅو د یاد سړک په اوږدو کې د ګڼه ګوڼې ستونزې هوارې او ښاریانو ته آسانتیاوې رامنځته شي. د کابل ښاروالۍ مشرتابه ټینګار کوي چې، د هوا د ښه والي په صورت کې دې د سړکونو چارې د ژمي لپاره د تدابیرو په نیولو سره پرمخ یوړل شي او هڅه دې وشي ،چې د کار د سرعت ترڅنګ کیفیت هم په پام کې ونیول شي.