الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

1 دالر 63.80 افغانی
1 یورو 75.40 افغانی
1 درهم 17.25 افغانی
1 تومان 0.00039 افغانی
1 کلدار 0.217 افغانی
1 هندی 0.74 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د دوه ویشتمې ناحیې اړوند بازارونو څخه څه باندې دوه ټنه بې کیفیته توکي راټول شول

13918.jpg (1820 × 1024)

د ۲۲مې ناحیې مسئولینو د خوراکي او غیر خوراکي توکو د کیفیت د کنترول او څارنې په لړ کې، د دې ناحیې اړوند بازارونو څخه (۲۲۳۴) کیلو ګرامه بې کیفیته توکي او یو شمېر لودسپیکرونه چې، د غږیزې ککړتیا لامل ګرځېدل راټول او ټاکلي ځای ته ولېږدول شول. د ٢٢مې ناحيې رئیس مولوي محمود په دې اړه وويل: د ښاريانو د روغتيا د خوندي ساتلو په موخه، د دې ناحیې د چاپيريالي روغتيا آمریت له خوا له بازارونو څخه څارنې دوام لري او هيله ده چې ښاريان د خپلو اړتیا وړ توکو د پېرلو پر مهال د هغو نېټې او کيفيت ته پاملرنه وکړي. دغه راز دغږیزې ککړتيا د مخنيوي او کمولو په موخه به د یادې ناحیې په کچه د مسئولينو  کنترول او څارنې نورې هم زياتې شي