د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 4.24 ق-ظ
لمر راختل 5.56 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 4:15 ب-ظ
د ماښام آذان 6.11 ب-ظ
د ماسختن اَذان 7:32 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 71.85 افغانی
1 یورو 80.00 افغانی
1 درهم 19.60 افغانی
1 تومان 0.840 افغانی
1 کلدار 252 افغانی
1 هندی 822 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د دیارلسمې ناحیې اړوند سیمو کې د بندو لښتیو او کانالونو د پاکولو چارې روانې دي

13920.jpg (1820 × 1024)

د ځمکې د سطحي اوبو د مدیریت په موخه، د دیارلسمې ناحیې اړوند سیمو کې د بندو لښتیو او کانالونو د پاکولو چارې روانې دي. د کابل ښاروالۍ د تنظیف ریاست د کانالونو آمر انجنیر نوید احمد شیرزاد وویل: اوس مهال د کابل ښاروالۍ کارکوونکي او وسایط له چتګر څخه تر پُل خشک پورې د کانال په پاکولو بوخت دي. دغه کانال چې (۸) کیلو متره اوږدوالی، له (۴) څخه تر(۵) مترو پورې سور او (۲،۵) متره ژوروالی لري، تر اوسه ترې څه باندې (۷۰۰) متر مکعب کثافات راټول او لېږدول شوي دي. ښاغلي شیرزاد د یاد کانال د بندېدو اصلي لامل د ښاریانو بې پروايي یاده کړه او د سیمې له اوسېدونکو یې غوښتنه وکړه چې، د خپلو ملکیتونو مخې ته د لښتیو او کانالونو پاک ساتلو پام وکړي، ترڅو د اورښتونو پرمهال سړکونو ته د اوبو د راختلو شاهدان و نه اوسو