الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

د هوايي ډګر ختیځ خواته د کانال جوړولو چارې په چټکۍ سره روانې دي

5 جدی 1403

13926.jpg (1820 × 1024)

د نهمې او پنځلسمې ناحیې اړوند د هوايي ډګر ختیځ خواته د اوبو لېږدولو لوی کانال د جوړولو چارې په چټکۍ سره روانې او هڅه کیږي چې، تر راتلونکې یوې میاشتې پورې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.

د کابل ښاروالۍ د برنامو او پروژو د تنظیم ریاست د معلوماتو له مخې؛ دغه کانال چې، د هوايي ډګر د سویل سیمو د ځمکې سطحي اوبه شمال خوا ته د وزیر آباد کانال ته لېږدوي؛ د ۳۵۲۰ مترو په اوږدوالي، له ۲،۲ څخه تر ۲،۴ مترو په سور، د ۱.۸ او ۲.۲ مترو په ژوروالي سره د جوړېدو په حال کې دی چې، تر دې دمه یې ۸۰ سلنه چارې مخته تللې دي او د ژمنيو تدابیرو په پام کې نیولو سره به یې چارې مخته ځي. د دې کانال په جوړېدو سره به له یوې خوا د اوبو راختلو ستونزې هوارې او له بل لوري به د سړکونو له ژر وېجاړېدو څخه په بنسټیزه توګه مخنیوی وشي.