الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

له وزیر آباد کانال سره د نښلول شویو لښتیو د پاکولو چارې روانې دي

13928.jpg (1820 × 1024)

له ترافیک څلورلارې څخه تر هنګرها څلورلارې پورې له وزیر آباد کانال سره د نښلول شویو لښتیو د پاکولو چارې چې، څه موده وړاندې د کابل ښاروالۍ له لوري پیل شوې وې، لاهم روانې دي. د کابل ښاروالۍ د تنظیف ریاست د کانالونو آمر انجنیر نوید احمد شېرزاد وویل:  دا لښتي په ټولیزه توګه ۴ کیلو متره اوږدوالی لري چې پکې د یو شمېر ښاریانو له امله د کثافاتو اچولو، فاضلاب لارو ګرځولو او د ناقانون رغونو له امله بند شوي وو. نوموړي زیاته کړه چې، د یوې میاشتې راپدیخوا له یادو لښتیو څخه ۳۰۰ متر مکعب خاورې او خټې را اېستل شوې او له ښاره د باندې د ګزک سیمې ته لېږدول شوې دي. انجنیر شیرزاد د یادو لښتیو په اوږدو کې له مېشتو ښاریانو غوښتنه وکړه چې، د خپلو سیمو او لښتیو پاک ساتلو ته پام وکړي ترڅو د اورښتونو پر مهال د لښتیو بندېدو او سړکونو ته د اوبو راختلو شاهدان و ونه اوسو