د پنځمې ناحیې د شپږم ګذر اړوند د خوشحال مېنې په قلعه وزیر سیمه کې د یوه تفریحي پارک د بیارغونې چارې بشپړې شوې. د کابل ښاروالۍ د زرغونتیا ریاست د معلوماتو له مخې؛ د یاد پارک د بیارغونې په چارو کې د سپورتي لوبغالي جوړول، د نیالګو او زنیتي بوټو روزنه، چمن کرل، د پلو لارو د شبکو بنسټیزه بیارغونه او د اوږدو څوکیو نصبول شامل دي چې، اوس مهال په یوه مناسب تفريحي ځای بدل شوی دی. په همدې توګه د یاد پارک د خړوبولو لپاره یو ځل استعمال شوې اوبه کارول کیږي او د ۱۸۰ متر مربع په پراخوالي د والیبال او د ۸۰۰ متر مربع په پراخوالي د فوټسال لوبغالي هم پکې نوي جوړ شوي چې، د ځوانانو لپاره پکې د وزرش ښه زمینه برابره شوې ده
د خوشحال خان مېنې په قلعه وزیر سیمه کې یو تفریحي پارک بیا ورغول شو
6 جدی 1403