الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

د پنځمې ناحیې له ګذر وکیلانو سره مشورتي ناسته ترسره شوه

8 جدی 1403

13934.jpg (1820 × 1024)

د کابل ښاروالۍ د ولسي او ټولنیزو چارو د همغږۍ ریاست له لوري د پنځمې ناحیې له ګذر وکیلانو سره د سیمه ییزو او ښاري ستونزو د پېژندلو او هواري په موخه مشورتي ناسته ترسره شوه. په دې ناسته کې د ولسي او ټولنیزو چارو د همغږۍ رئیس قاري انعام الله قاضي زاده د ګذر وکیلانو د مسئولیتونو د بیانولو سربېره وویل: کابل ښاروالۍ لومړیتوب ته په کتو په خپلو پلانونو کې د خلکو پر ځای وړاندیزونو او غوښتنو ته ځای ورکوي. نوموړي له کابل ښاروالۍسره د پلانونو په پلي کېدو کې د ګذر وکیلانو رول ګټور وباله او هیله یې وښوده چې، دوی به په دې برخه کې د کابل ښاروالۍ ملتیا کوي. ورته مهال د پنځمې ناحیې رئیس مولوي صلاح الدین بلوچ او د یادې ناحیې ګذر وکیلانو هر یوه په خپل وار خپلې سیمه ییزې او ښاري ستونزې د ولسي او ټولنیزو چارو له ریاست سره شریکې کړې ترڅو پر وخت ورته رسېدنه وشي