د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 5:00 ق-ظ
لمر راختل 5:44 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 4:1 ب-ظ
د ماښام آذان 5:45 ب-ظ
د ماسختن اَذان 7:8 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 70.40 افغانی
1 یورو 74.84 افغانی
1 درهم 18.12 افغانی
1 تومان 0.980 افغانی
1 کلدار 241 افغانی
1 هندی 830.50 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د هوايي ډګر له څلورلارې څخه تر ګمرک سیمې پورې د سړک جوړولو چارې روانې دي

8 جدی 1403

13938.jpg (1820 × 1024)

د ژمي لپاره د تدابیرو په نیولو سره د هوايي ډګر له څلورلارې څخه تر ګمرک سیمې پورې د نوي سړک د جوړولو چارې روانې دي. د کابل ښاروالۍ د برنامو او پروژو د تنظیم ریاست د معلوماتو له مخې؛  دغه سړک چې، ۲۷۹۴متره اوږدوالی او ۶۰ متره سور لري، څه موده وړاندې یې د ۱۱۰۰ متره برخې قیر چارې په دوه لیکو کې ترسره شوې او اوس مهال یې په پاتې خاورینه برخه کار روان دی ترڅو هرڅه ژر قیر چارو ته چمتو شي. دا سړک د لښتیو، کانال، پلو لارو، ګلدانونو، د بایسکل چلولو لیکو، څراغونو، په سړک د کرښو اچولو، ترافیکي نښو او د یوه معیاري سړک د نورو برخو په ګډون د جوړېدو په حال کې دی چې، چارې به یې پرته له ځند څخه د هوا د ښه والي په صورت کې روانې وي. د دې سړک په جوړېدو سره به له یوې خوا د صحت عامې او مکروریانو څلورلارو او د ورڅېرمه سړکونو ترافیکي ګڼه ګوڼه کمښت ومومي او بله خوا به د سیمو اقتصادي ودې ته زمینه برابره شي