د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 4.24 ق-ظ
لمر راختل 5.56 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 4:15 ب-ظ
د ماښام آذان 6.11 ب-ظ
د ماسختن اَذان 7:32 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 71.85 افغانی
1 یورو 80.00 افغانی
1 درهم 19.60 افغانی
1 تومان 0.840 افغانی
1 کلدار 252 افغانی
1 هندی 822 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د تنظیف ریاست لپاره د دوو اداري ودانیو د جوړولو چارې روانې دي

9 جدی 1403

13950.jpg (1820 × 1024)

د کارکوونکو لپاره د خوندي او مناسب کاري چاپېریال د رامنځته کولو په موخه، د تنظیف ریاست په انګړ کې د دوو اداري ودانیو د جوړولو چارې په چټکۍ سره روانې دي. دغه دوه ودانۍ په (۷۰۰) او (۸۰۰) متر مربع ځمکه کې ډیزاین شوې دي چې، یوه یې دوه پوړونه او (۲۴) دفترونه او د وسایلو د ساتلو ځای لري او دویمه یې د یوې تهکوۍ په ګډون په څلورو پوړونو کې ډیزاین شوې ده چې، په هغه کې د خیاطۍ خونه، پخلنځی، د ډوډۍ خوړلو خونه، روغتیايي کلنیک، اداري دفترونه، د غونډو خونه، دهلیز او تشنابونه په پام کې نیول شوي دي. د دې ودانیو د جوړولو چارې چې، څه موده وړاندې پیل شوې وې تر دې دمه (۷۰) سلنه مخته تللې دي او ټاکل شوې ده تر راتلونکو څلورو میاشتو پورې بشپړې شي. د تنظیف ریاست د کابل ښاروالۍ یو مهم ریاست دی چې، د ښار په کچه د تنظیفي خدمتونو د وړاندې کولو مسئولیت په غاړه لري او اړتیا ده چې، د امکاناتو او د کار کوونکو لپاره د مناسب کاري چاپېریال درلودونکی وي ترڅو ښاریانو ته د غوره خدمتونو د وړاندې کولو جوګه شي