د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 4.24 ق-ظ
لمر راختل 5.56 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 4:15 ب-ظ
د ماښام آذان 6.11 ب-ظ
د ماسختن اَذان 7:32 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 71.85 افغانی
1 یورو 80.00 افغانی
1 درهم 19.60 افغانی
1 تومان 0.840 افغانی
1 کلدار 252 افغانی
1 هندی 822 افغانی

د کابل ورځپاڼی

کله دې فکر کړی

13955.jpg (1200 × 528)

احسان الله دعوتيار

کله دې فکر کړی چې ستا پلار، ستا د هوساینې لپاره ټوله ورځ په توده او سړه هوا کې اېوې کوي او کال څلور فصله په پټيو کې په  کار بوخت وي.

کله دې هم دا خیال کې راغلي چې ستا پلار په کلونو کلونو مسافري کوي، کله هم در سره دا فکر پیدا شوی چې، ستا پلار سهار له کوره د مزدورۍ په نیت وتلی، خو کله ورته مزدوري پیداشوې او کله نه ده پیداشوې، ناامیده بیرته کورته راغلی،خو ستا لپاره یې مصنوعي مسکا کړې ده.

ستا دې ته کله پام شوی چې ستا پلار ستا لپاره په رسمي او غیر رسمي مزدوریو کې یو چاته صیب صیب ویلي که څه هم یې د صیب ویلو وړتیا نه لرله .

کله هم دې تصور کې ډوب شوی یې چې، ستا پلار دې سهار څخه تر ماښام پورې موټر چلوي او هر چاته مخې ته ورځي ترڅو ورسره په موټر کې سفر وکړي او ستا لپاره یوه مړۍ ډوډوۍ پيداکړي، کله دې فکر کړی چې ستا پلار په لاسي کراچۍ کې یوڅه د خرڅولو لپاره اچولي، پولیسو په یو او ترافیکو په بله کش کړی، بیا یې هم کله سودا خرڅه شوې او کله نه. 

کله دې هم په دې فکر کړی چې، ستا پلار ټولې ستونزې ستا د راتلونکي لپاره زغمي .

کله دې په دې خبره سوچ کړی چې ستا په څیر ماشوم د بوټانو رنګ لاس کې نیولی او هر چا پسې منډې وهي تر څو یې بوټان رنګ کړي. کله دې سوچ کړی چې ستا په څیر ګلالي هلکان لاسي کراچۍ لري او د هرچا لاس ته ګوري چې د لاس بار دده په کراچۍ کې یوسي، کله دې په خیال کې راغلي چې ستا په څیر ګران اولادونه په هوټلونو کې لوښي وینځي او د نورو خلکو ته ډوډۍ ږدي او پردي موټر وینځي.

کله دې فکر کړی چې ستا همزولي بوجۍ په لاس پلاستیکونه او کاغذونه ټولوي، کله دې فکر کړی چې ستا په څیر هلکانو ته د کور د نفقې مسئولیت په غاړه لویدلی؟

کله دې فکر کړی چې ستا په څیر هلکان په ژمي کې پښې لوڅې ګرځي، کله دې فکر کړی چې ستا په څیر هلکان د خښتو په بټيو کې کار کوي، نیمه شپه پاڅیږي او زړه نازړه د کار کولو ځای ته ځي.

د الله تعالی شکر وباسه، الحمد لله ووایه، په لږو قناعت وکړه، مایوسه کیږه مه،  همت وکړه، د پلار قدر وکړه. شته فرصت  څخه چې د پلار ژوند دی، ترې ګټه واخله، مخکې لاړ شه، د خپلې کورنۍ او ولس لپاره ویاړ شه، د خپل هېواد لپاره د خدمت مصدر وګرځه او مایوسي ته تن مه ورکوه!.

د ژوند په کارونو او نعمتونو کې له ځانه ښکته او ټیټو خلکو ته وګوره، هغه چې له تانه په کمزوري حالت کې دي، هغه چې هیڅ هم نه لري، هغه چې لاس او پښې نه لري، هغه چې بل چا ته اړ دی، ځکه چې د الله تعالی سختې ډیري دي، د الله غمونه ډیر دي، د الله تعالی امتحانونه هم ډیر دي.

هر چیرې چې یې او  هر څنګه چې یې، الحمد لله ووایه، الله تعالی شکر ایستونکو ته نعمتونه زیاتوي، او که کفران د نعمت وشي نو د الله تعالی عذاب او نیونه سخته ده.

په هر حالت کې خپله ماضي هېره نکړې، او خپل پلار ته د اتل په سترګه وګوره، موقف او شتمني دې یاغي نکړي  او د نا شکرۍ سمندر ته دې ټېل نه وهي.