الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

د درېیمې ناحیې په کچه د یو شمېر ودانیو د مرکز ګرمۍ سیسټم له شتون او څرنګوالي څارنه وشوه

13956.jpg (1820 × 1024)

د کابل ښاروالۍ د چاپېریالي روغتیا او چاپېریال ساتنې ریاست د مسئولینو له لوري د درېیمې ناحیې په کچه له لوګي تولید کوونکو او هوا ککړونکو ځایونو څخه څارنه او پلټنه وشوه چې، په پایله کې اړین اصلاحات رامنځته شول. د هوا له ککړتیا څخه د مخنیوي په موخه، د ودانیو، روغتیايي مرکزونو، کورونو، حمامونو، نانوایانو او نورو ځایونو کې د مرکز ګرمۍ سیستم او دودکش لپاره د لوګي د تصفیې فلتر شتون حتمي او ضروري دی او له سرغړونکو سره قانوني چلند کیږي. په دې ورستیو څو ورځو کې د کابل ښاروالۍ د چاپېریالي روغتیا او چاپېریال ساتنې ریاست له لوري یو شمېر سرغړونکي ته جدي سپارښتنې وشوې او له دوی ژمنه اخیستل شوې ده ترڅو هرڅه ژر د مرکز ګرمۍ سیستم څخه د ګټې اخیستنې پر مهال د لوګي د تصفیې فلتر فعال وساتي. د یادونې وړ ده چې، د لوګي د تصفیې فلتر نشتون، د ډبرو له سکرو څخه ډېره ګټه اخیستنه، او د غیر معیاري سون توکو سوزول، د کابل ښار د هوا د ککړتیا لاملونه بلل کیږي. له ټولو ښاریانو غوښتنه کیږي چې، د هوا له ککړتیا څخه د مخنیوي په برخه کې له کابل ښاروالۍ سره مرسته وکړي