د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 4.00 ق-ظ
لمر راختل 5.2 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:45 ب-ظ
د مازديګر آذان 5:30 ب-ظ
د ماښام آذان 6.55 ب-ظ
د ماسختن اَذان 8:15 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 69.75 افغانی
1 یورو 77.48 افغانی
1 درهم 18.71 افغانی
1 تومان 1.2 افغانی
1 کلدار 245 افغانی
1 هندی 822 افغانی

د کابل ورځپاڼی

په علاءالدین پارک کې د لمانځه ځای او یوه کتابتون د جوړولو چارې بشپړې شوې

10 جدی 1403

13964.jpg (1820 × 1024)

د شپږمې ناحیې اړوند په علاءالدین پارک کې د لمانځه ځای او یوه کتابتون د جوړولو چارې بشپړې او د کابل ښاروالۍ د ټولنیزو او کلتوري چارو د مرستیال حاجي محمد نبي عثماني له لوري په داسې حال کې چې، د کابل ښاروالۍ یو شمېر رئیسانو او د سیمې اوسېدونکو یې ملتیا کوله ګټې اخیستنې ته وسپارل شول. د کابل ښاروالۍ د کلتوري چارو رئیس قاري ولي ګل جواد وویل چې، دا د لمانځه ځای او کتابتون په ۱۲۱ متر مربع او ۱۱متره په ۱۱ مترو ځمکه کې په دیروي او کلاسیکه بنّ چې، د اسلامي کلتور ښکارندويي کوي د عصمت الله ابدالي خیریه بنسټ په مرسته په بنسټیزه توګه د یو نیم میلیون افغانیو په لګښت له تیږو، لرګي او نورو زنیتي ودانیزو توکو څخه جوړ شوي دي. نوموړي زیاته کړه چې، ښاریان کولای شي د لمانځه له جوړ شوي ځای او کتابتون څخه ګټه پورته کړي. د یادونې وړ ده چې، ۸۰۰ ټوکه بېلابېل عنوانه کتابونه هم د جوی شیر سیمې د کتاب پلورونکو له لوي یاد کتابتون ته ډالۍ شول