په دوه ویشتمه ناحیه کې د یادې ناحیې اوسېدونکو ته د آسانتیاوو رامنځته کولو په موخه، په ټیټه بیه یو ټن په (۶۵۰۰) افغانۍ د ډبرو سکرو د وېش لړۍ روانه ده. د دوه ویشتمې ناحیې رئیس مولوي محمود په دې اړه وویل چې، د دې ناحیې اوسېدونکي کولای شي له ټاکل شوي ځای څخه ( د دوه ویشتمې ناحیې اداري ودانۍ ته څېرمه) خپل د اړتیا وړ ډبرو سکاره ترلاسه کړي. نوموړي زیاته کړه چې، د ډبرو سکرو له احتکار او په لوړ قیمت یې له پلورلو څخه د مخنیوي په موخه، د مخکني جوړ شوي مکانیزم له مخې په دوامداره توګه د مسئولینو او ګذر وکیلانو له لوري څارنې ترسره کیږي
په دوه ویش تمه ناحیه کې په ټیټه بیه د ډبرو سکرو د وېش لړۍ روانه ده
10 جدی 1403