د کابل ښاروالۍ د ښاري خدمتونو مرستیال مولوي محمدخالد سجستاني په داسې حال کې چې دبرنامو او پروژو د تنظیم رئیس انجینر میرالرحمن ناصري یې ملتیا کوله، داتمې ناحیې اړوند له بني حصار څخه تر ستانکزي څلورلارې پورې د نښلونکي سړک، له ستانکزي څلورلارې څخه تر بګرامیو پورې د لوی نښلونکي سړک او د بګراميو له پله څخه تر بیني حصار پورې سړک د کانکریټ چارو د کیفیت د څرنګوالي ارزونه وکړه. ښاغلي سجستاني وويل: له کيفيت پرته کارونه د خلکو او د کابل ښاروالۍ مشرتابه ته د منلو وړ نه دي، قراردادي شرکتونه مکلف دي چې د یادې پروژې کار د تخنیکي سندونو مطابق په معیاري کیفیت ترسره کړي، که نه نو له قانوني چلند سره به مخ شي. د ښاري خدمتونو مرستیال ټینګار وکړ چې، د بني حصار سیمې څخه د بګراميو تر پله پورې د نښلونکي سړک د کانکریټ چارې چې، (۷۵۰۰) متره اوږدوالی او (۸) متره سور لري، څه باندې (۷۰) سلنه پرمخ تللې او د هوا د سړښت له امله ودرول شوې وې، د هوا د ښه والي په صورت کې دې د سړک جوړولو د معیارونو مطابق ترسره شي. نوموړي زیاته کړه چې، د بني حصار له سيمې څخه تر ستانکزي څلورلارې پورې د عمومي سړک د جوړولو لومړنۍ چارې دې چې، (١٦٥٥) متره اوږدوالى او (٤٠) متره سور لري او د ستانکزي له څلورلارې څخه د بګراميو د نساجي تر عمومي سړک پورې سړک جوړولو چارې چې، (٢٥٣٢) متره اوږدوالى او (٤٠) متره سور لري،د ژمنيو تدابیرو په نیولو سره دې پرته له کوم خنډ څخه په ښه سرعت او کیفیت سره پرمخ یوړل شي. مولوي خالد په ډاګه کړه، چې د کابل ښاروالۍ د برنامو او پروژو د تنظیم ریاست انجنیران باید د کار د کیفیت، ښه مدیریت او په ټاکلي وخت د پروژې د ترسره کېدو په موخه خپلې فني او تخنیکي څارنې په دوامداره توګه ترسره کړي. د یادو سړکونو په بشپړیدو سره به له یوې خوا د کابل- لوګر له سړک څخه د بګراميو سړک ته ترافیکي بهیر وویشل شي او بله خوا به د سیمو اوسېدونکو ته ګڼې آسانتیاوې رامنځته شي
د سړک جوړولو د دریو پروژو د کار د کیفیت څرنګوالی وارزول شو
11 جدی 1403