الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

1 دالر 63.80 افغانی
1 یورو 75.40 افغانی
1 درهم 17.25 افغانی
1 تومان 0.00039 افغانی
1 کلدار 0.217 افغانی
1 هندی 0.74 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د کار، ساتنې او مراقبت ریاست د نوې اداري ودانۍ د جوړولو چارې روانې دي

12 جدی 1403

13982.jpg (1820 × 1024)

د کابل ښاروالۍ د کار، ساتنې او مراقبت ریاست د نوې اداري ودانۍ د جوړولو چارې تر اوسه (۶۰) سلنه پرمخ تللې او تمه ده چې، د راتلونکو دریو میاشتو په موده کې به بشپړې شي. دغه ودانۍ چې په (۸۵۰) متر مربع ځمکه کې د یوې تهکوۍ په ګډون په (۵) پوړونو کې جوړېږي، اداری دفترونه، د غونډو خونه، دهلیز، پخلنځی، د کاري وسایلو د ساتنې خونه او تشنابونه هم پکې په پام کې نیول شوي دي. د کابل ښاروالۍ د کار، ساتنې او مراقبت ریاست چې، د ښاري زیربناوو په جوړولو او ساتنه کې فعالیت کوي؛ اړتیا ده چې د دې ودانۍله لارې خپلو کارکوونکو ته غوره کاري چاپېریال برابر کړي