د دوه ویشت ګونو ناحیو په کچه د عامه تاسیساتو د ساتنې او د پلو لارو او سړکونو له بې ځایه کېندنو څخه د مخنیوي په اړه د کابل ښاروالۍ د ودانیزو چارو د مرستیال انجنیر عامر زمرک یاسر په مشرۍ ناسته ترسره شوه. په دې ناسته کې د پلان، پالیسۍ څارنې او ارزونې، کار ساتنې او مراقبت او د ښاري زیربناوو ریاست مسئولانو او د دوه ویشت ګونو ناحیو د حفظ او مراقبت مدیران ګډون کړی وو. د ودانیزو چارو مرستیال په دې برخه کې په لا ډېرې همغږۍ ټینګار وکړ او ویې ویل: د ناحیو په کچه مسئولان باید زیانمنې سیمې په ګوته او د ستونزو د هواري په برخه کې خپل وړاندیزونه شریک کړي ترڅو د اړوند ریاستونو په کاري پلان کې ورته ځای ورکړل شي. نوموړي زیاته کړه چې، ښاري سیمې باید تر کنټرول لاندې وي او پر وخت دې د عامه تاسیساتو له ویجاړېدو څخه مخنیوی وشي. د نظرونو له تبادلې وروسته پرېکړه وشوه چې، د ناحیو په کچه کې له بې ځایه کېندنو څخه د ناحیو د حفظ او مراقبت مدیران په جدي توګه څارنې وکړي او داسې کیندنو څخه دې مخنیوی وکړي چې، د سړکونو، پلو لارو او نورو تاسیساتو د ژر ویجاړېدو سبب ګرځي. په همدې توګه له یو شمېر نورو عواملو لکه، د موټرو مینځونکي، میوه پلورنکي او رسټورانتونو له بې ځایه فعالیت څخه چې، د سړکونو او پلو لارو د ویجاړېدو سبب ګرځي، هم مخنیوی وشي. څرنګه چې په تېر کال کې د سطحي اوبو د کنترول کمېټې کړنو اغېزمنې پایلې درلودې، نو اړتیا ده چې ياده کمېټه باید په دوامداره توګه خپل کار ته دوام ورکړي او سر له سبا څخه په زيانمنو سيمو کې خپل کار پيل کړي، څو د اورښتونو پرمهال په سړکونو د اوبو د راټولېدو مخه ونيول شي
د ښاري تاسیساتو له ویجاړېدو څخه د مخنیوي په اړه ناسته ترسره شوه
13 جدی 1403