د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 4.24 ق-ظ
لمر راختل 5.56 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 4:15 ب-ظ
د ماښام آذان 6.11 ب-ظ
د ماسختن اَذان 7:32 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 71.85 افغانی
1 یورو 80.00 افغانی
1 درهم 19.60 افغانی
1 تومان 0.840 افغانی
1 کلدار 252 افغانی
1 هندی 822 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د هوا او چاپېریال د ککړتیا د یو شمیر مواردو مخه ونیول شوه

13998.jpg (1820 × 1024)

د درېيمې ناحيې مسئولينو د دې ناحیې د بېلابېلو سيمو د پلټنې او څارنې پر مهال د هوا د ککړتيا له يو شمېر سرچينو او لښتیو ته د فاضلاب لارو د اېستلو مخه ونيوله. د دغو څارنو په لړ کې د ودانیو د فاضله موادو لسګونه لارې چې د سړک غاړو لښتیو سره نښلول شوې وې، بندې او ویجاړې شوې او همدارنګه د لوړپوړیزو ودانیو د مرکز ګرمۍ په سیستم کې د لوګي د  تصفیې فلتر د نصب او فعالولو څخه هم څارنه وشوه او سرغړونکو ته اړینې سپارښتنې و شوې. له دې وړاندې هم له سرغړونکو څخه د خپلو ودانیو د فاضلاب لارو د بندولو په اړه لیکلې ژمنې اخیستل شوې وې چې په پایله کې یې ځینې اصلاح شوي او ځینې سرغړونکي له قانوني چلند سره مخ شوي دي. په پام کې ده چې د یوه عملیاتي پلان په ترڅ کې د  ښار په بېلابېلو ناحیو کې لښتیو ته د فاضلاب نښلول شوې لارې بندې او ویجاړې  شي