د کارکوونکو لپاره د مناسب کاري چاپېریال او ښاریانو ته د آسانتیاوو رامنځته کولو په موخه، د احمدشاه بابا مېنې د څلورم بلاک او ماموریت څلورلارې تر منځ د دولسمې ناحیې د نوې اداري ودانۍ د جوړولو چارې روانې دي. دغه نوې ودانۍ به د (۴۶۵) متر مربع مساحت په لرلو سره په دریو پوړونو کې دیوې تهکوۍ په ګډون په اساسي بڼه جوړه شي. د ډیزاین له مخې د دې ودانۍ په هر پوړ کې اداري دفترونه، د غونډو خونه، دهلیز او تشنابونه په پام کې نیول شوي دي
د دولسمې ناحیې د نوې اداري ودانۍ د جوړولو چارې روانې دي
13 جدی 1403