د کابل د هوا وضعیت

الوتني

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

د څلورمې ناحیې له اړوند سیمو څخه یوه اندازه بې کیفیته توکي راټول شول

14010.jpg (1820 × 1024)

د څلورمې ناحيې مسئولينو د خوراکي او غیر خوراکي توکو د کيفيت د کنترول او څارنو په لړ کې د دغې ناحیې له بازارونو څخه (١٦٥٠) کيلوګرامه بې کیفیته خوراکي او غیر خوراکي توکي چې، د مصرف نېټه یې هم پای ته رسېدلې وه او دغه راز (١٥) لودسپیکرونه چې د غږیزې ککړتيا لامل ګرځېدل راټول او د له منځه وړلو په موخه ټاکلي ځاى ته وليږدول شول. د څلورمې ناحیې رئیس مولوي عبدالرحمن رباني په دې اړه وویل: د ښاریانو د روغتیا د خوندي ساتلو په موخه، د دې ناحیې له بازارونو څخه د چاپېریال ساتنې برخې د مسئولینو له خوا څارنې دوام لري. نوموړي له ښاریانو غوښتنه وکړه چې، دخپلو اړتیا وړ توکو د پیرودلو پرمهال د هغو نیټې او کیفیت ته پام وکړي؛ همدارنګه پلورونکو ته په کار ده ترڅو  په کوڅو او سړکونو کې د لوډ سپیکرونو په کارولو سره د غږیزې ککړتیا د رامنځته کېدو لامل نه شي