ښاریانو ته د آسانتیاوو رامنځته کولو په موخه د کابل ښاروالۍ زیارکښه کارکوونکو وکولای شول چې، له زیامنو سیمو څخه واورې پاکې او ریګ او مالګه پرې واچوي؛ په همدې توګه دوی د ښار په کچه بند لښتي چې، د اوبو ډندېدو سبب ګرځېدلی وو هم پاک کړل. په همدې توګه د ونو له ماتېدو څخه د مخنیوي په موخه په ګلدانونو او نورو ښاري سیمو کې له ونو واوره وڅنډل شوه او هغه سیمو ته ولېږدول شوه چې، د اوبو د جذبېدو وړتیا لري. په ښاري چارو کې د خلکو ګډون د کابل ښار د اوسېدونکو پخوانی کلتور دی؛ پخوا به د کابل اوسېدونکو د خپلو بامونو واورې په سړکونو او پلو لارو کې نه اچولې. کابل ښاروالۍ د ښاریانو او مسئولانو ترمنځ د ګډون کلتور بېرته را ژوندي کولو په موخه له کابل ښاریانو په ځانګړې توګه له هټیوالو غوښتنه کوي چې، د خپلو بامونو او نورو ملکیتونو واورې په سړکونو، کوڅو او پلو لارو کې ونه غورځوي؛ ځکه دا چاره د دې سبب ګرځي چې، کوڅې او سړکونه ګنګل شي او خلکو ته د تګ راتګ په برخه کې ستونزې را ولاړې کړي. کابل ښاروالي هڅه کوي چې، د وضعیت د کنترول په موخه له خپلو سرچینو کې اعظمي ګټه پورته کړي ؛ خو باید هېره نه کړو اود ښار د پاکۍ، له سړکونو څخه د واورې پاکولو او د ښار د آبادۍ په برخه کې یو بل ته لاس ورکړو او په دې توګه خپله اخلاقي او انساني دنده ادا کړو
د کابل ښاروالۍ کارکوونکي د واورې ورېدو پر مهال د ښاریانو په چوپړ کې وو
15 جدی 1403