د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 5:00 ق-ظ
لمر راختل 5:44 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 4:1 ب-ظ
د ماښام آذان 5:45 ب-ظ
د ماسختن اَذان 7:8 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 70.40 افغانی
1 یورو 74.84 افغانی
1 درهم 18.12 افغانی
1 تومان 0.980 افغانی
1 کلدار 241 افغانی
1 هندی 830.50 افغانی

د کابل ورځپاڼی

کابل ښاروالۍ د محبس څلورلارې په سیمه کې د اوبو ډنډ کېدو ستونزې ته رسېدنه وکړه

16 جدی 1403

 14016.jpg (1820 × 1024)

د کابل ښاروالۍ کارکوونکي له تېرو دوه ورځو را پدیخوا د دولسمې ناحیې اړوند د محبس څلورلارې په سیمه کې د اوبو ډنډ کېدو ستونزې په هوارولو بوخت دي. د کابل ښاروالۍ د ښاري خدمتونو مرستیال مولوي محمد خالد سجستاني له یادې سیمې څخه د لیدنې پرمهال وویل: د کابل ښاروالۍ مشرتابه او  کارکوونکي هڅه کوي ترڅو په محبس څلورلارې او نورو ښاري سیمو کې د اوبو ډنډ کېدو له اړخه را ولاړې شوې ستونزې هوارې کړي. ښاغلي سجستاني مسئولینو ته سپارښتنه وکړه چې، له تخنیکي او فني مطالعاتو وروسته دې په زیانمنو سیمو کې د اوبو ډنډ کېدو ستونزې ته په اساسي توګه حل لاره پیدا کړي. په محبس څلورلارې کې د اوبو ډندکېدو او د عمومي کانال د بندېدو اصلي لامل، په دې وروستیو ورځو کې د واورې اورېدل او په یاده سیمه کې په یوه نښلوونکي کانال کې د تخنیکي ستونزې رامنځته کېدل بلل کیږي چې د کابل ښاروالۍ د تنظیف ریاست کارکوونکو پر وخت اقدام وکړ ترڅو ډنډ شوې اوبه د واټر پمپ په وسیله ولېږدوي او د کانال د بندېدو ستونزه هواره کړي. د یادولو وړ ده چې، محبس څلورلارې ته د نږدې نښلوونکي کانال ستونزې ته به په راتلونکې کې اساسي حل لاره ولټول شي.