د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 4.24 ق-ظ
لمر راختل 5.56 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 4:15 ب-ظ
د ماښام آذان 6.11 ب-ظ
د ماسختن اَذان 7:32 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 71.85 افغانی
1 یورو 80.00 افغانی
1 درهم 19.60 افغانی
1 تومان 0.840 افغانی
1 کلدار 252 افغانی
1 هندی 822 افغانی

د کابل ورځپاڼی

له هنګرها څلورلارې څخه د قصبې تر سړک پورې د نوي سړک په اوږدو کې د موټرو د تګ راتګ د دوو لویو پلونو چارې بشپړې شوې

17 جدی 1403

14029.jpg (1820 × 1024)

د کابل ښاروالۍ د کار، ساتنې او مراقبت ریاست له لوري د پنځلسمې ناحیې اړوند له هنګرها څلورلارې څخه تر قصبې سړک پورې د نوي سړک په اوږدو کې د موټرو د تګ راتګ د دوو لویو پلونو د جوړولو چارې بشپړې او ترافیکو پر مخ پرانیستل شول. د کار، ساتنې او مراقبت ریاست فني مرستیال محمد داود ځواب په دې هکله وویل: دغه دوه پلونه چې هر یو یې (۱۲.۸) متره اوږدوالی او (۱۲.۸) متره سور لري، د (۱۵) میلیونه افغانیو په لګښت د (۶) میاشتو په موده کې  په بنسټیزه توګه جوړل شول. ورته مهال له هنګرها څلورلارې څخه تر قصبې سړک پورې د (۱۸۹۰) مترو په اوږدوالي او (۴۵) مترو په سور سره د نوي نښلوونکي سړک د جوړولو چارې چې، په روان کال کې پیل شوې وې، تر اوسه (۹۰) سلنه مخته تللې دي او د هوا د ښه والي په صورت کې به بشپړې شي. د دې سړک او یادو پلونو په جوړېدو سره به د سلطان محمود غزنوي سړک، د کورنیو چارو وزارت لوېدیځ لوري ته د سړک، د پنجصد فامیلیو د سړک او ورڅېرمه نورو سړکونو کې ترافیکي ستونزې هوارې او ښاریانو ته به د تګ راتګ په برخه کې ګڼې آسانتیاوې رامنځته شي