الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

د ګذر وکیلانو د اروزنې کمېټې یو شمېر ور پېژندل شوي کسان وارزول

18 جدی 1403

14031.jpg (1820 × 1024)

د کابل ښاروالۍ د ټولنیزو او کلتوري چارو د مرستیال حاجي محمد نبي عثماني په مشرۍ د ګذر وکیلانو د ارزونې کمېټې ناسته ترسره شوه. په دې ناسته کې له بېلابېلو ناحیو څخه ور پېژندل شوي کسان و ارزول شول چې، په پایله کې یې هغه کسان چې، لوړې نمرې یې ترلاسه کړې وې د کمېټې د تائید وړ وګرځېدل او د تصویب لپاره به د کابل ښاروالۍ مقام ته وړاندیز شي. د کابل ښاروالۍ د ولسي او ټولنیزو چارو د همغږۍ رئيس قاري انعام الله قاضي زاده په دې اړه وويل: د ورپېژندل شویو کسانو د همکارۍ کچه، مکلفيتونه، ټولنيز او ښاري مسئوليتونه، اهلیت او شخصيت تر ارزونې لاندې ونیول شول چې، د کابل ښاروالۍ له منظورۍ وروسته به وړ کسان د یاد ریاست له لوري د وکالت مهر له تر لاسه کړي او اړونده ناحیو ته به ور وپېژندل شي