الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

1 دالر 63.80 افغانی
1 یورو 75.40 افغانی
1 درهم 17.25 افغانی
1 تومان 0.00039 افغانی
1 کلدار 0.217 افغانی
1 هندی 0.74 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د څلورمې او لسمې ناحیو په مربوطاتو کې د مرکز ګرمۍ سیستم لپاره د لوګي د تصفیې فلتر له شتون او څرنګوالي څارنه وشوه

14033.jpg (1820 × 1024)

د هوا له ککړتیا څخه د مخنیوي په موخه، د کابل ښاروالۍ د چاپېریالي روغتیا او چاپېریال ساتنې ریاست له لوري په څلورمه او لسمه ناحیه کې د مرکز ګرمۍ سیستم لپاره د لوګي د تصفیې فلتر له شتون او څرنګوالي څارنه وشوه.  له څه مودې را هیسې د کابل ښاروالۍ د چاپېریالي روغتیا او چاپېریال ساتنې ریاست له لوري د ښار په کچه د لوګي د تصفیې فلتر له شتون او څرنګوالي څارنې روانې دي چې، په پایله کې یې د هوا ککړونکي یو شمېر سرچینې په ګوته شوي او په دې برخه کې ځني  سرغړونې اصلاح شوې هم دي. د دغو څارنو په لړ کې سرغړونکو ته اړینې سپارښتنې شوې او له دوی ژمنه اخیستل شوې ترڅو هرڅه ژر د مرکز ګرمۍ سیستم لپاره د لوګي د تصفیې فلتر نصب کړي او  فعال یې وساتي