الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

1 دالر 63.80 افغانی
1 یورو 75.40 افغانی
1 درهم 17.25 افغانی
1 تومان 0.00039 افغانی
1 کلدار 0.217 افغانی
1 هندی 0.74 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د هوايي ډګر ختیځ خوا ته د کانال جوړولو پروژه د بشپړېدو په حال کې ده

19 جدی 1403

14038.jpg (1820 × 1024)

د کابل ښاروالۍ له لوري د نهمې او پنځلسمې ناحیو اړوند د هوايي ډګر ختیځ خواته د کانال جوړولو پروژه چې، څه موده وړاندې پیل شوې وه؛ اوس مهال د بشپړېدو په حال کې ده. د کابل ښاروالۍ دبرنامو او پروژو د تنظیم ریاست د معلوماتو له مخې؛ دغه کانال چې، د هوايي ډګر له سویلي سیمو څخه اوبه د هوايي ډګر  شمال خوا ته د وزیر آباد کانال ته لېږدوي؛ (۳۵۲۱) متره اوږدوالی، (۲.۲) او (۲.۴) متره سور، (۱.۸) او (۲.۲) متره ژوروالی لري تر اوسه یې (۹۰) سلنه چارې مخته تللې دي او هڅه کیږي د ژمنيو تدابیرو په نیولو سره تر راتلونکو (۲۰) ورځو پورې بشپړې شي. د دې مهم کانال په جوړېدو سره به د هوايي ډګر څلورلارې او ور څېرمه نورو سیمو کې سړکونو ته د اوبو راختلو ستونزه هواره او د سړکونو له ژر ویجاړېدو څخه به په اساسي توګه مخنیوی وشي