د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 5:00 ق-ظ
لمر راختل 5:44 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 4:1 ب-ظ
د ماښام آذان 5:45 ب-ظ
د ماسختن اَذان 7:8 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 70.40 افغانی
1 یورو 74.84 افغانی
1 درهم 18.12 افغانی
1 تومان 0.980 افغانی
1 کلدار 241 افغانی
1 هندی 830.50 افغانی

د کابل ورځپاڼی

په بازارونو کې د نرخنامې د تطبیق له څرنګوالي څارنه وشوه

20 جدی 1403

14052.jpg (1820 × 1024)

له احتکار څخه د مخنیوي او د نرخونو د کنترول کمیسیون غړو؛ د لومړۍ ناحیې اړوند د باغ قاضي سیمې په بازارونو کې  د نرخنامې د تطبیق له څرنګوالي څارنه وکړه. د دې کمېسیون یو تن غړي مولوي هدایت الله جابر په دې اړه وويل: د خوراکي توکو له عمده او پرچون خرڅلاو په ځانګړې توګه د وريجو له قیمت او کيفيت څخه څارنه وشوه، او د لومړنیو توکو هغه پلورونکي چې، د کابل ښاروالۍ له نرخنامې سره برابر یې توکي پلورل لا وهڅول او هغه پلورونکي چې سرغړونې یې درلودې له سپارښتنو سره مخ شول. نوموړي زیاته کړه، پلورونکي باید انصاف په پام کې ونیسي او خپل توکي د کابل ښاروالۍ له نرخنامې سره برابر وپلوري؛ د بیا ځلې سرغړونې په صورت کې به سرغړونکي له جدي قانوني چلند سره مخ شي. اړینه ده ترڅو ټول ښاریان د نرخنامې د تطبیق کلتور په دودولو کې له کابل ښاروالۍ سره مرسته وکړي. د یادونې وړ ده چې، د ښار ټولو هټیوالو او پلورونکو ته لا د مخه خبر ورکړل شوی څو نرخنامه د لیدلو لپاره په مناسب ځای کې نصب کړي