د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 5:00 ق-ظ
لمر راختل 5:44 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 4:1 ب-ظ
د ماښام آذان 5:45 ب-ظ
د ماسختن اَذان 7:8 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 73.60 افغانی
1 یورو 74.84 افغانی
1 درهم 18.12 افغانی
1 تومان 0.910 افغانی
1 کلدار 258 افغانی
1 هندی 830.50 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د ۱۴۰۴ کال پرمختیايي پلان نهایي او د کابل ښاروالۍ د مشرتابه له لوري تائید شو

23 جدی 1403

14064.jpg (1820 × 1024)

له تخنیکي او فني مشورو وروسته، د ۱۴۰۴ کال پرمختیايي پلان نهایي او د کابل ښاروالۍ د مشرتابه له لوري تائید شو چې، د تصویب لپاره به د ا.ا.ا د رهبرۍ محترم مقام ته واستول شي. په دې پلان کې د اصلي او فرعي سړکونو، د دریو هوایي پلونو او د کابل سیند د پاسه د موټرو د تګ راتګ لپاره د شپږو نویو پلونو، د پلو لارو، کانالونو، لښتیو، پلچکونو، پارکونو، زرغونو سیمو او د سوداګریزو مرکزونو جوړول، د سړکونو روښانه کول، د کابل ښاروالۍ د کار، ساتنې او مراقبت، تنظیف او زرغونتیا ریاستونو لپاره د ماشینرۍ او تجهیزاتو پېرودل، د یو شمېر پروژو ډیزاین، د لاسي توکو پلورونکو لپاره د بازار جوړول او په بدیلو سیمو کې یې ځای پر ځای کول او د یو شمېر ښاري تاسیساتو بیارغونه شامل دي. کابل ښاروال د دې پلان د جوړولو په وروستۍ ناسته کې څرګنده کړه چې، د ماستر پلان له مخې په یاد پلان کې د یو شمېر نویو سړکونو جوړول ځای پر ځای شوي دي چې، لومړۍ به یې دقیقه سروې ترسره او وروسته به په معیاري توګه ډیزاین او تر تدارکاتي پړاونو وروسته به یې د ۱۴۰۴ کال په پیل کې د جوړولو عملي چارې پیل شي.  دغه راز کابل ښاروال وويل چې، د کابل ښار د زیربناوو د پراختيا په موخه، د ښار په بېلابېلو ناحیو کې د متوازنې پراختیا له اصولو سره سم  او د ننني عصر د اړتياوو په پام کې نيولو سره د نويو سړکونو  جوړول طرحه شوی دي