د سطحي اوبو د مدیریت په موخه، د کابل ښاروالۍ د تنظیف ریاست له خوا د اتمې ناحیې اړوند د رحمن مېنې د E برخې کانال د پاکولو چارې پیل شوې. د اتمې ناحيې رئیس مفتي روح الله عثماني په دې اړه وويل: له بده مرغه چې دغه کانال د سيمې د اوسېدونکو له خوا د کثافاتو د اچولو له امله بند شوى دى. نوموړي زياته کړه، دغه کانال چې (۲) کيلومتره اوږدوالی، (١،٥) متره سور او (١،٢) متره ژوروالی لري، په اساسي توګه به بیاځلي پاک شي، او د دې کانال په اوږدو کې یې له میشتو اوسېدونکو غوښتنه وکړه چې، د یاد کانال پاک ساتلو ته پاملرنه وکړي، تر څو په راتلونکي کې د اوبو بهیر بیا بند نه شي
د رحمن مېنې د E برخې کانال د پاکولو چارې پیل شوې