د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 4.24 ق-ظ
لمر راختل 5.56 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 4:15 ب-ظ
د ماښام آذان 6.11 ب-ظ
د ماسختن اَذان 7:32 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 71.85 افغانی
1 یورو 80.00 افغانی
1 درهم 19.60 افغانی
1 تومان 0.840 افغانی
1 کلدار 252 افغانی
1 هندی 822 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د هېواد او ټولنې راتلونکی په ځوان نسل پورې اړه لري

ناصري

14078.jpg (1200 × 528)

دا خبره واقعیت لري چې، ځوان نسل د یوه هېواد په آبادۍ، سمسورتیا او پرمختګ کې تر ټولو غوره او اغېزمن رول لوبولای شي. که چېرې د ځوانانو د استعدادونو په روزنه کې پانګونه نوره هم زیاته او یا د هغوي د اړتیاوو او مسئولیتونو لپاره غوره چاپېریال برابر شي، نو دا امکان شته چې په هېواد کې به په سیاسي، ملي، ټولنیزو، کلتوري او ورته نورو برخو کې د پام وړ ګټور او مثبت بدلونونه رامنځته شي.

که د ننۍ نړۍ  پرمختګ او د ټکنالوژۍ کچې ته وګورو، نو په دې لاره کې تر ټولو ستره ونډه، هڅې او قربانۍ د ځوانانو د کار پایله ده، چې په خپل زیار او هڅو سره یې په ټوله نړۍ کې مثبت بدلونونه را منځته کړي دي.

څنګه چې ځوانان د ټولنې په جوړولو کې د پام وړ رول لري، همدا راز د هېواد لوی او واړه مسئولیتونه هم ورته ور په غاړه دي، او همداسې باید له خپلې انرژۍ څخه په ګټه اخیستنې دخپل هېواد هرې ناخوالې اوستونزې ته د پای ټکی کیږدي.

که چېرې دوی په سمه توګه له خپلې انرژۍ څخه ګټه پورته کړي او د خپل هېواد هرې ستونزې هوارولو ته په پوره اخلاص مټې بډ وهي، نو هېواد به مو نور هم د آبادۍ او سوکالۍ په لور ستر ګامونه پورته کړي. خو که چېرې همدا ځوانان له خپلې انرژۍ څخه منفي ګټه پورته کړي، نو خدای مکړه هېواد به مو ورځ تربلې مخ پر خرابېدو روان وي. ځوانان د پاک احساس، لوړې انرژۍ او د مثبتې جذبې د درلودلو ترڅنګ، د لوړ فکر زېږنده دي او په هر ډول حالاتو کې کولای شي د خپلې ټولنې د ساتنې لپاره له غوره او ګټور فکر او پلان څخه کار واخلي.

د هېواد او ټولنې راتلونکی همدغو ځوانانو پورې اړه لري، ځکه دوی دي، چې په ټولنه کې د غیر اسلامي کړنو مخه نیسي او خپلو اسلامي، سیاسي، ټولنیزو او ملي ارزښتونو ته په صداقت او ایماندارۍ سره کار کوي، نو ځکه دوی باید له خپلې انرژۍ څخه په سمه توګه ګټه پورته کړي، څو د هېواد په بیا رغونه او پرمختګ کې خپل ځانونه ثابت کړي.

بل لورې ته دولتونه هم مسئولیت لري، چې دځوانانو په روزنه او د هغوي فکري او ټولنیزو برخو ته سمې لارې چارې ولټوي، ځکه د نن ورځې ځوانان د سبا ورځې مشران او رهبران دي، چې خپل هېواد ته د سترې پانګې په توګه پاتې کېدای شي.

په پرمختللو هېوادونو کې ځوان نسل یوه لویه پانګه بلل کیږي او په همدې موخه د هغوی په روزنه او د زده کړو په بهیر کې په زیاته اندازه مالي لګښت کیږي، څو د خپل هېواد د آبادۍ، سوکالۍ او سمسورتیا په لاره کې ګټه ترینه واخیستل شي.

که چېرې د رسول اکرم(ص) د بعثت او رسالت دورې ته وکتل شي، نو و به ګورو چې، دځوانانو په لاس د استبداد او وحشت ستر قدرتونه څنګه په ګونډو او د ظلم پیاوړي سنګرونه ړنګ شوي، چې له امله یې اسلام د نړۍ په ګوډ ګوډ کې خپور شو او همدغه ځوانان وو، چې یوازې د الله(ج)  په مينه مست، او د دين د دعوت په موخه یې د جهاد په ډګر کې خپل اسلامي سیاست پلی کړی وو.

ځوانان د یوه هېواد د آبادۍ په لاره کې یوه لویه برخه جوړوي، په یوه ټولنه کې د رامنځته شویو خنډونو په له منځه وړلو کې په لوړه کچه بدلون راولي، ځکه دوی د پوره انرژۍ لرونکي دي او د هېواد په دیني، سیاسي، ټولنیز، اقتصادي او دې ته ورته نورو برخو کې اغیزمن رول لوبولای شي.

اوس په کار ده چې، زموږ په ټولنه کې داسې باشعوره ځوانان وروزل شي، چې تل د اسلام سپېڅلي دين او د هېواد ملي ګټو ته ژمن وي او همدې موخې ته د رسیدو لپاره، اړینه ده چې په دوی کې ویده احساسات را ژوندي او د هېواد راتلونکی له هر ډول ګواښ څخه خوندي پاتې شي.

اوسنۍ نړۍ هڅه کوي څو له وخت سره سم له نورو بدیلو لارو کار واخلي او دځوان نسل لپاره د فکري لوري د پرمختګ بېلابېلې لارې چارې پیدا کړي، څو دوی ته د پرمختګ زمینه برابره شي.

زموږ د ټولنې ښوونکو، استادانو، دیني عالمانو او نورو پوهانو ته په کار ده چې، دځوان نسل په روزنه کې له داسې ميتودونو او لارو چارو کار واخلي، چې له مخې یې افغان ځوانان په خپلو ښو او بدو پوه او استعدادونه یې په سمه توګه وروزل شي، او یا هم د  ځوان نسل د روزنې او فکري جوړښت په برخو کې د دې ټولنې هر وګړی، عالمان، دپوهنتون استادان، د ښوونځیو ښوونکي، پلار، مور او ټولنیزې رسنیوته په کار ده، چې ښوونیز چاپېریال داسې جوړ کړي، ترڅو راتلونکی نسل خپل هېواد ته دیوې سترې پانګې په توګه پاتې شي.

افغان ځوانان د خپل ژوند د پرمختګ لپاره،  د خپل  دین، کلتور، سیاست، اقتصاد او  ورته نورو برخو کې سالمې روزنې ته ډیره اړتیا لري، څو یې ژوند له نویو نوښتونو سره مخ شي. دا ښکاره خبره ده چې، افغانستان یو اسلامي هېواد دی، نو اړینه ده چې د دې ټولنې هربالغ وګړی په اسلامي ګاڼه سمبال وي او ترڅنګ یې دوی ته د عصري زده کړو او تعلیم تر لاسه کول هم ډیر اړین دي، ځکه نن سبا د نړۍ ډیری هېوادونه په نوې ټکنالوژۍ سمبال دي او د عصري زده کړو په لرلوسره، له خپلو سیالانو سره سیالي کوي.  

  په پای کې هيله دا ده چې، همدې موخې د رسېدو لپاره زموږ د هېواد مشران او نور اړوند مسئولین، د ځوانانو په روزنه او ښوونه کې له هېڅ راز هلوځلو ډډه ونکړي تر څومو هېواد او ځوان نسل لکه د نورو په شان په هره برخه کې له خپلو سیالانو سره په هسکه غاړه سیالي وکړي.