الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

کابل ښاروال د افغانستان د سوداګرو او پانګوالو ټولنې له لوري وستایل شو

26 جدی 1403

14095.jpg (1820 × 1024)

کابل ښاروال مولوي عبدالرشید د کابل ښار د ودې او آبادۍ په موخه، د غوره او ګټورو کړنو له امله د افغانستان د سوداګرو او پانګوالو ټولنې مشرتابه پلاوي او غړو له لوري وستایل شو. په هغه ستاینغونډه کې چې، د کابل ښاروالۍ د غونډو په تالار کې جوړه شوې وه، د یادې ټولنې رئیس حزب الله الفت او غړو د کابل ښاروالۍ کړنې او فعالیتونه وستایل او د ښار د آبادۍ او تنظیم په برخه کې یې خپل نظرونه او وړاندیزونه شریک کړل او د صنفي جواز او د ښاري خدمتونو د محصول په برخه کې یې له کابل ښاروال سره بحث او خبرې وکړې. کابل ښاروال د دوی د ستونزو تر اورېدو وروسته، د ښاري نظم رامنځته کولو، له پانګوالو او سوداګرو څخه د ملاتړ او نورو برخو کې د کابل ښاروالۍ د پلانونو په اړه رڼا واچوله او د سوداګریزو مارکېټونو د جوړولو، د قانون او ښاري اصولو د پلي کېدو، له ښاري سیمو څخه د غوره ګټه اخیستنې او د ښار د بڼې بدلولو په برخه کې یې دوی ته معلومات ورکړل. کابل ښاروال د ګڼه ګوڼې د کمښت، د ښاري کلتورپه دودولو او د ښار د آبادۍ په برخه کې د سوداګرو او پانګوالو رول مهم وباله او په دې برخو کې یې د مرستې غوښتنه وکړه