کابل ښاروال مولوي عبدالرشید د چاپېریال ساتنې ملي ادارې له رئیس مولوي مطیع الحق خالص سره په کتنه کې د کابل ښار د هوا له ککړتیا څخه د مخنیوي او د چاپېریال ساتنې اړوند موضوعاتو په اړه بحث او خبرې وکړې. کابل ښاروال په چاپېریال د ټولګټو پروژو د اغېزو، د ښاري فاضلاب لپاره د تصفیه خونو د جوړولو، په استوګنیزو او سوداګریزو ودانیو کې د مرکز ګرمۍ سیستم لپاره د لوګي د تصفیې فلتر د شتون، د هوا د ککړتیا دکمښت په برخو کې د نویو کړنلارو جوړولو، د مضرو ګازونو د تولیدونکو له فعالیتونو د څارنې مکانیزه کولو، د هوا د ککړتیا د لاملونو او یو شمېر نورو برخو کې خپل نظرونه او وړاندیزونه په ډاګه کړل او ویې ویل: کابل ښاروالي چمتو ده چې، د هوا له ککړتیا سره د مبارزې په برخه کې د چاپېریال ساتنې له ملي ادارې سره مرسته وکړي. وروسته د چاپېریال ساتنې د ملي ادارې رئیس د هوا له ککړتیا سره د مبارزې په برخه کې د کابل ښاروالۍ له فعالیتونو مننه وکړه او ویې ویل: د غیر معیاري سون توکو کارول د هوا د ککړتیا یو لوی لامل بلل کیږي چې، که چېرې یې مخه ونه نیول شي غمیزه به رامنځته کړي، نو له دې امله اړتیا ده څو هرڅه ژر د هوا له ککړتیا سره د مبارزې په برخه کې نوي پلانونه پلي او وڅارل شي. په پای کې ټینګار وشو چې، د هوټلونو، حمامونو، ښارګوټو او لوړپوړیزو ودانیو له مالکانو سره چې، د هوا د ککړتیا لامل ګرځي؛ قانوني چلند وشي. د یادونې وړ ده چې د کابل ښاروالۍ او چاپېریال ساتنې ملي ادارې یو ګډ کاري ټیم به د چاپېریال ساتنې په بر خه کې د ښار په بېلابېلو سیمو کې خپلې څارنې لا ګړندۍ کړي
کابل ښاروال د چاپېریال ساتنې ملي ادارې له رئیس سره وکتل
26 جدی 1403