الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

د کابل ښار د زرغون کمربند اړوند سیمو کې د اوبو زیرمه کولو ۱۳ بندونه جوړېږي

29 جدی 1403

14109.jpg (1820 × 1024)

د کابل ښاروالۍ او د ملګرو ملتونو د پروژوي خدمتونو (UNOPS) ترمنځ د همغږۍ په غونډه کې د کابل ښار د زرغون کمربند اړوند سیمو کې د ونو او نیالګیو د خړوبولو په موخه، په تنګي غارو، قرغه او قلعه مسلم سیمو کې د اوبو زیرمه کولو د (۱۳) بندونو د جوړولو په اړه بحث او خبرې وشوې. د کابل ښاروالۍ د پلان پاليسۍ څارنې او اروزنې رئیس محمد قاسم افغان او د زرغونتیا رئیس مولوي عبدالوکیل متوکل د بیارغونې او   کار موندنې په برخو کې  د یاد دفتر له مخکنیو مرستو مننه وکړه او د یادو بندونو د جوړولو په برخه کې یې خپل نظرونه او وړاندیزونه شریک کړل. ورته مهال د ملګرو ملتونو د پروژوي خدمتونو ددفتر استازو د بندونو جوړولو په برخه کې له کابل ښاروالۍ سره د ګډ کار کولو ژمنه وکړه او په دې برخه کې یې د لا زیاتې همغږۍ او آسانتیاوو برابرولو غوښتنه وکړه چې، د کابل ښاروالۍ د مسئولینو له لوري ورته ډاډ ورکړل شو. دغه راز د UNOPS دفتر استازو ژمنه وکړه چې، په راتلونکې کې به د کابل ښار په نورو سیمو کې هم د اړتیاو د پوره کولو په موخه د اوبو زیرمه کولو بندونه جوړ کړي. ددغو بندونو په جوړېدو سره به د زرغون کمربند سیمې د نیالګیو خړبولو د اړتیا پوره کېدو سربېره، ګڼو ښاریانو ته د کار زمینه هم برابره شي