الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

1 دالر 63.80 افغانی
1 یورو 75.40 افغانی
1 درهم 17.25 افغانی
1 تومان 0.00039 افغانی
1 کلدار 0.217 افغانی
1 هندی 0.74 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د قرغې فامیلیو په سیمه کې د کانال جوړولو چارې د بشپړېدو په حال کې دي

29 جدی 1403

14113.jpg (1820 × 1024)

د پنځمې ناحیې اړوند د قرغې فامیلیو په سیمه کې د کانال جوړولو چارې چې، د روان کال په بهیر کې د کابل ښاروالۍ له لوري پیل شوې وې، تر اوسه ۹۵ سلنه مخته تللې دي او ټاکل شوې ده ډېر ژر بشپړې شي. دا کانال د ځمکې د سطحي اوبو د مدیریت په موخه د ۴۹۰ مترو په اوږدوالي، د ۱.۹ مترو په سور او د ۱.۶ مترو په ژوروالي سره د جوړېدو په حال کې دی. د دې کانال د چارو په بشپړېدو سره به د ذاکرین ښارګوتي او د قرغې فامیلیو سیمې د کوڅو د سطحي اوبه د قرغې آبرېزه ته ولېږدول شي او د سړکونو له ژر ویجاړېدو څخه به مخنیوی وشي