د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 4.00 ق-ظ
لمر راختل 5.2 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:45 ب-ظ
د مازديګر آذان 5:30 ب-ظ
د ماښام آذان 6.55 ب-ظ
د ماسختن اَذان 8:15 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 69.75 افغانی
1 یورو 77.48 افغانی
1 درهم 18.71 افغانی
1 تومان 1.2 افغانی
1 کلدار 245 افغانی
1 هندی 822 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د خیرخواه ستر سوداګریز مارکېټ د جوړولو چارې بشپړې شوې

30 جدی 1403

 14122.jpg (1820 × 1024)

د کابل ښاروالۍ د نقشې او نړیوالو معیارونو مطابق، په نادر پښتون واټ کې د خیرخواه ستر سوداګریز مارکېټ ( د الکترونیکي وسایلو کمپلکس) د جوړولو چارې له څه باندې دوه کلونو  وروسته بشپړې شوې. د نادر پښتون واټ د سوداګرو ټولنې رئیس حاجي مختار شریفي په دې اړه وویل: دغه ستر سوداګریز مارکېټ چې په (۹۶۰۰) متر مربع ځمکه کې د دوو تهکویو په ګډون د (۹) پوړونو په درلودلو سره ډیزاین شوی دی، په نږدې راتلونکې کې به ګټې اخیستنې ته وسپارل شي. د دې مارکېټ جوړېدل له خصوصي سکټور څخه د ملاتړ او د کابل ښار د اقتصادي ودې په برخه کې ډیر اهمیت لري. په دې مارکېټ کې (۱۳۶۰) هټۍ، یو جومات، د (۱۳۰۰) موټرو لپاره پارکېنګ، (۱۷۰) تشنابونه، لفت، برښنایي زینې، لمریزه او ښاري برښنا، د اور وژنې او خوندیتوب سیستمونه، د وتلو او ننوتلو دروازې په پام کې نیول شوې دي. د خیرخواه سوداګریز مارکېټ د جوړولو پروژه د خصوصي سکټور ( د سوداګرو ملي ټولنې) په ملاتړ او د چارو ادارې تر مدیریت لاندې  ترسره شوې ده چې، مالیې وزارت، ملي بانک، کابل ښاروالۍ او خصوصي سکټور یې د مالکیت حق لري. دا په داسې حال کې ده چې، د کابل ښار د اقتصادي ودې په موخه، د ښار په بېلابېلو سیمو کې د یو شمېر نورو سوداګریزو مارکېټونو دجوړلو چارې هم د خصوصي سکټور په مرسته تر لاس لاندې دي چې، په نږدې راتلونکې کې به بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي