د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 4.24 ق-ظ
لمر راختل 5.56 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 4:15 ب-ظ
د ماښام آذان 6.11 ب-ظ
د ماسختن اَذان 7:32 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 71.85 افغانی
1 یورو 80.00 افغانی
1 درهم 19.60 افغانی
1 تومان 0.840 افغانی
1 کلدار 252 افغانی
1 هندی 822 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د هوا د ککړتیا د مخنیوي او کمښت په موخه، د عامه پوهاوي غونډه ترسره شوه

1 دلو 1403

14124.jpg (1820 × 1024)

د کابل ښاروالۍ د چاپېریالي روغتیا او چاپېریال ساتنې او د خپرونو او عامه پوهاوي ریاستونو له خوا د اتمې او شپاړلسمې ناحیو له ګذر وکیلانو، ځوانانو او عالمانو سره د هوا او چاپېریال له ککړتیا څخه د مخنیوي په اړه د عامه پوهاوي غونډه ترسره شوه. په دې غونډه کې د اتمې ناحیې رئیس مفتي روح الله عثماني، د شپاړلسمې ناحیې رئیس مولوي محمد عارف کمالي، د چاپېریالي روغتیا او چاپېریال ساتنې ریاست مرستیال مفتي فضل الکریم احمد او د خپرونو او عامه پوهاوي ریاست د عامه پوهاوي آمر محمد یاسین امین په خپلو خبرو کې ګډونوال د هوا او چاپېریال پاک ساتلو ته وهڅول او تینګار یې وکړ چې، ټول ښاریان باید د غیر معیاري سون توکو له کارولو ډډه وکړي. د دوی په وینا د ښار په کچه د هوا او چاپېریال له ککړونکو سرچینو څخه په دوامداره توګه څارنه کیږي او سرغړونکي به له قانوني چلند سره مخ شي. ورته مهال د یادو ناحیو د سیمه ییزو شوراګانو غړو وویل چې، د هوا او چاپېریال له ککړتیا سره مبارزه د ټولو ګډ مسئولیت دی او باید  داسې کار ترسره نه کړو چې، د ښاریانو ژوند له ګواښ سره مخ کوي. په دې غونډه کې د عامه پوهاوي اړوند یو شمېر ویډیويي کلپونه هم نندارې ته وړاندې شول چې، د ګډونوالو د خوښې وړ وګرځېدل