الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

په زیانمنو سیمو کې له سړکونو څخه د واورې پاکولو چارې روانې دي

1 دلو 1403

 14126.jpg (1820 × 1024)

د کابل ښاروالۍ له لوري د واورې اورېدلو پرمهال په زیانمنو سیمو کې د واورې پاکولو چارې روانې دي ترڅو د سړکونو له کنګل کېدو او د ترافیکي جریان له بندېدو څخه مخنیوی وشي. د تنظیف ریاست د کانالونو آمر انجنیر نوید احمد شیرزاد په وینا؛ د یاد ریاست کارکوونکي اوس مهال په یو شمېر سیمو کې د اوبو ډنډ کېدو ستونزې هوارولو سربېره د پغمان، خیرخانې کوتل، د کارته سخي غره او نورو سیمو کې له سړکونو څخه د واورې په پاکولو بوخت دی. د کابل ښاروالۍ مشرتابه او کارکوونکي ښاریانو ته د آسانتیاوو رامنځته کولو په موخه د اورښتونو پرمهال له شته امکاناتو څخه ګټه اخلي او په دې برخه کې هېڅ راز هڅې نه درېغوي