ابویاسر پښتون
په نړېواله کچه د هېوادونو له ډلې څخه یو شمیر یې چې د هر چا د ژبې په سر دي او په نمونوي بڼه یې په خپلو خبرو کې د بیلګې په توګه وړاندې کوي، د ښیرازۍ او آبادۍ لقبونه ورته کاروي، خپله ندي جوړ شوي او نه هم په دغه اوسنۍ بڼه رامنځته شوي، بلکې د همهاغه خطې یو شمیر با احساسه او زیارکښو خلکو د خپلو خولو په تویولو سره دغه حالت ته رسولي دي. هغوۍ چې په شخصي ګټو یې ملي ګټې پورته ګڼلې، د خپل نني ژوند په اړه یې فکر ندی کړی، بلکې دا یې غوره ګڼلې چې خیر که خپله نن ورځ له هر ډول ستونزو سره مخ یم، لرې نده چې په راتلونکي کې به مې اولادونه یو ښه ژوند ولري. همهاغه خبره چې د یو څه د تر لاسه کولو لپاره به یو بل څه قرباني ورکوې. هو! دوی دا کار وکړ خپله یې ډیرې ستونزې و ګاللې خو په پایله کې یې یو ښایسته او ښیرازه هېواد خپلو اولادونو ته په میراث پریښود.
که ولیدل شي د نړۍ په کچه موږ د ډیرو دغه ډول شهکاریو شاهدان یوو چې، یو شمېر مسئولیت منونکو خلکو د خپل ژوند او یا وجود د یوې برخې په قربانۍ سره خپل هېوادونه له یو جهنمي ګړنګه ژغورلي دي. له نېکمرغه چې په دغه برخه کې زموږ هېواد هم بې برخې نده پاتې، هر کله مو د خپلو سرښندنو او مبارزو پر مټ او بې شمیره قربانیو د جګړې ډګر ګټلې او د ویاړمنو په دغه ډلګي کې مو خپل نوم ثبت کړی دی. خو دا بسنه نکوي چې موږ دې یوازې په دغه برخه کې لاس بري و اوسو، بلکې په کار ده چې د هغه سختې مبارزې تر خوا یوه بله آسانه مبارزه هم په پام کې ونیسو او هغه دا چې، ټول باید په یوه خوله او یو لاس د هېواد آبادۍ او پرمختګ ته ملا وتړو.
نړۍ چې نن سبا د یوه کلي حیثیت لري او په کلي کې د اوسېدلو لپاره اړینه ده چې ځان به د نورو سیال جوړوې او دا سیالي هڅه، مبارزه او سرښندنه غواړي، که هغه د تعلیم په برخه کې وي او یا په کومه بله برخه، که هغه د وخت په قربانۍ وي که د مال او یا هم د خپلو شخصي منافعو (ګټو) په قربانۍ. دا مه هیروئ چې، د بریا لوړو ته پورته شوي هېوادونه د خپل ولس او وګړو په لاسونو پورته شوي دي، هغوی چې نن په فضاء کې څیړنې کوي د خپلو مبارزو او قربانیو په پایله کې دي، هغوی وخت ته وخت ویلې، موږ هم همدا کار کولای شو، خو دا په هغه صورت کې چې موږ خپل هېواد په رښتنې توګه خپل کور وګڼو او ووایو چې، د همدغه هېواد په عزت کې زما عزت، په آبادۍ او پرمختګ کې یې زما پرمختګ دی، او بالاخره آبادي او سکون یې زما په لاسونو کې دی. راځئ له همدغه ننه یې پیل کړو، د نظام د ادارو ترخوا ودریږو په خپلې لږې مرستې سره د آبادۍ روان کاروان پیاوړی کړو، خپله هم ددې برخه وګرځو او نور هم دې برخې ته راوبولو!