د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 4.24 ق-ظ
لمر راختل 5.56 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 4:15 ب-ظ
د ماښام آذان 6.11 ب-ظ
د ماسختن اَذان 7:32 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 71.85 افغانی
1 یورو 80.00 افغانی
1 درهم 19.60 افغانی
1 تومان 0.840 افغانی
1 کلدار 252 افغانی
1 هندی 822 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د حضرت ابوبکر صدیق(رض) خلافت او د هغه بهرنۍ حملې

شاهین

14129.jpg (1200 × 528)

د حضرت ابوبکر صدیق(رض) د خلافت په لومړنیو وختونو کې ځینې کسانو بغاوت وکړ، حضرت ابوبکر صدیق(رض) د هغوی په مقابل کې له ډیر قاطع دریځ څخه کار واخیست، او هغوی یې ټول آرامه کړل او کله چې دا بغاوتونه پای ته ورسېدل، نو ابوبکر صدیق(رض) د بهرنیو دښمنانو حملو او ګواښونو ته پاملرنه وکړه.

د فارس او روم پاچاهۍ د اسلامي هېوادونو ختیځ او لویدیځ لوري ته  پرتې وې، د دغو هېوادونو په سرحدونو کې داسې قبیلې پرتې وې چې، د هغوي په مرسته ډیرځواکمن شوي ؤ، د دغو ځواکمنو ګاونډیو هېوادونو لپاره د مسلمانانو پرمختګ د اندیښنې وړ ؤ، هغوی به کله کله دغه قبیلې د مسلمانانو په وړاندې جکړې ته هڅولې او کله به چې کومې سرحدي قبیلې د مسلمانانو د مرکزي حکومت خلاف بغاوت ته ملا وتړله نو دوی به ورسره په پټه او ښکاره مرسته کوله. شمال لوري ته د شام سیمه او ختیځ لوري ته د عراق سیمه، دا دواړه سیمې په حقیقت کې د عراق د بشپړ هېواد برخې وې خو دغه وخت پر شام باندې رومیانو او پر عراق فارسیانو حکومت کاوه.

فارسیانو به تـل د مسلمانانو مخالفت کاوه، کله چې د بحرین خلکو بغاوت وکړ، نو هغوی یې په څرګنده توګه ملاتړ وکړ.

د بني بکر قبیلې نامتو سردار مثنی بن حارث(رض) به تل د دغو بغاوتونو د ځپلو او ټکولو هڅه کوله، له مثنی رضي الله عنه سره اته زره پوځ ملګری ؤ، او د دښمنانو شمېر ډیر زیات ؤ، کافر او نصراني قبائیلو په خپل منځ کې سره لاس یو کړې ؤ. امیرالمؤمنین ابوبکر صدیق(رض) چې له دغو پیښو نه خبر شو نو نیت یې وکړ چې یو ځل بیا د الله جل جلاله توره له تیکې نه توره راوباسي او د دښمن پر مرۍ یې و آزمویي، له همدې امله یې خالد سیف الله(رض) د عراق په لوري د مثنی(رض) مرستې ته ولېږه.

څرنګه چې خالد بن ولید(رض) ته خپله رسول الله صلی الله علیه وسلم د سیف الله (د الله توره) لقب ورکړی ؤ، نو د همدغه خطاب د برکت له امله به یې چې هر لوري ته مخه کړه، فتح او بری به یې په برخه کېده، له همدې امله خالد بن ولید(رض) مخکې له دې چې له یمامه نه روان شي، د امیرالمؤمنین ابوبکر صدیق(رض) په امر د عراق سرحدي ښارونو لکه فالقیا، باروسما او اولیس ته ورغی او د هغه ځای خلکو سمدلاسه اطاعت ته غاړه کېښوده او د سولې غوښتنه یې وکړه.

خالد رضي الله عنه د دغو خلکو سوله او اطاعت د خپل ستر کار نېکمرغه پیل وګاڼه او د دغې سیمې له حاکم ابن سلویه سره یې سوله وکړه.

د سولې له تړون وروسته خالد(رض) له خپل لښکر سره د حیره په ښار کې دیره شو.

د حیره ښار حاکم ایاس ابن قبیضه د فارس د والي په حیث دنده ترسره کوله.

ایاس د حیره له مشرانو سره د خالد(رض) حضور ته راغی، خالد(رض)هغه ته دغه شرایط وړاندې کړل:

لومړی- ایمان دې راوړي او اسلام ته د ې غاړه کېږدي.

دوهم- جزیه دې ومني او که چېرې دا دواړه نه مني نو جګړې ته دې چمتو شي او د مقابلې په پایله کې به توره په خپله پرېکړه وکړي، خو په پای کې هغه څوک چې، لومړی یې تورې ته لاس کړی وي واجب القتل دی.

ایاس ابن قبیضه جزیه ومنله د سولې له دغه تړون څخه وروسته حیره او شاوخوا سیمې یې د اسلام تر سیورې لاندې راغلې او د جزیې ورکولو ته یې غاړه کېښوده، په دې توګه د آل نعمان د حکمرانۍ ټوله سیمه له سلګونو کلونو وروسته د ساساني دولت له مرئیتوب څخه خلاصون وموند او د یو آزاد هېواد په توګه په عربو کې ورګډ شو.

د فارس دغه پلان په خپله ابوبکرصدیق(رض) چمتو کړی ؤ، هغه خالد(رض) ته داسې حکم کړی ؤ: ته د ایله ښار له خوا څخه چې، حیره ته نږدې ؤ، خپل یرغل پیل کړه،! عیاض بن غنم ته یې لیکلي ؤ چې، ستا یرغل باید د مضیح له ښار څخه پیل شي کوم چې د عراق د سرحد په شمالي برخو کې پروت دی، له همهاغه ځای څخه د عراق سیمې ته ورننوځئ او په پر له پسې توګه او ورو، ورو پر مخ ولاړ شئ تر څو چې خالد(رض) سره یو ځای شئ.