الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

د ګذر وکیلانو د اروزنې کمېټې یو شمېر ور پېژندل شوي کسان وارزول

2 دلو 1403

14130.jpg (1820 × 1024)

د ګذر وکیلانو د ارزونې کمېټې په ناسته کې چې، د کابل ښاروالۍ د ټولنیزو او کلتوري چارو د مرستیال حاجي محمد نبي عثماني په مشرۍ ترسره شوه،د دولسمې، دیارلسمې، څوارلسمې او اوولسمې ناحیو له بېلابېلو ګذرونو څخه ور پېژندل شوي کسان و اروزول شول. د کابل ښاروالۍ د ولسي او ټولنیزو چارو د همغږۍ رئيس قاري انعام الله قاضي زاده په دې اړه وويل: په دې ناسته کې د ورپېژندل شویو کسانو د همکارۍ کچه، مکلفيتونه، ټولنيز او ښاري مسئوليتونه، اهلیت او شخصيت تر ارزونې لاندې ونیول شول. د نوموړي په وینا، هغه کسان چې لوړې نمرې یې ترلاسه کړې وې د کمېټې له تائید وروسته د تصویب لپاره د کابل ښاروالۍ مقام ته وړاندیز شول چې، له منظورۍ وروسته به د ولسي او ټولنیزو چارو  ریاست له لوري د وکالت مهر له تر لاسه کړي او اړونده ناحیو ته به ور وپېژندل شي