د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 5:00 ق-ظ
لمر راختل 5:44 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 4:1 ب-ظ
د ماښام آذان 5:45 ب-ظ
د ماسختن اَذان 7:8 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 75.15 افغانی
1 یورو 74.84 افغانی
1 درهم 18.12 افغانی
1 تومان 0.910 افغانی
1 کلدار 258 افغانی
1 هندی 830.50 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د امر بالمعروف او نهي عن المنکر قانون د پلي کېدو په اړه ناسته ترسره شوه

2 دلو 1403

14132.jpg (1820 × 1024)

د عالیقدر امیرالمومین حفظ الله تعالی د فرمان په اساس په کابل ښاروالۍ کې د امر بالمعروف او نهي عن المنکر قانون کمېټه جوړه شوه او نن یې د کابل ښاروالۍ د مالي او اداري چارو د مرستیال مولوي سید عصمت الله عاصم په مشرۍ ناسته ترسره کړه. د مالي او اداري چارو مرستیا وویل: د کابل ښاروالۍ د ارشاد او دعوت ریاست د نورو اړوند ریاستونو سره په همغږۍ چمتو دی ترڅو د امر بالمعروف او نهي عن المنکر قانون په ښه توګه پلی کړي. نوموړي وویل چې، د دې لویې خدماتي ادارې کارکوونکي باید له هر ډول فساد او خیانت څخه ځانونه وساتي خپل صورت او سیرت له محمدي شریعت سره برابر کړي، د جماعت پاپند وي، مراجعینو ته په ښه توګه چوپړتیاوې وړاندې کړي او د شفقت او اطاعت فضاډ رامنځته کړي. د یادونې وړ ده چې، د امر باالمعروف او نهي عن المنکر قانون یوه مقدمه، ۴ فصلونه او ۳۵ مادې لري. دا قانون د امر بالمعروف او نهي عن المنکر اړوند چارو او د محتسبینو د دندو او صلاحیتونو د ښه تنظیم په موخه جوړ شوی دی. د دې قانون پر بنسټ جوړه شوې کمېټه مکلفیت لري چې، اسلامي شریعت او حنفي فقهې له مخې خلک معروفاتو ته را وبولي او له منکراتو څخه یې منع کړي او په همدې توګه د کابل ښاروالۍ او خلکو ترمنځ د صمیمیت فضا رامنځته او له قومي، ژبنیو او سمتي تعصباتو څخه خلک منع کړي