الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

کابل ښاروال د پنځمې ناحیې له یو شمیر اوسېدونکو سره وکتل

3 دلو 1403

14137.jpg (1820 × 1024)

 کابل ښاروال مولوي عبدالرشید د پنځمې ناحیې له یو شمېر مشرانو او اوسېدونکو سره د هغوی ستونزو ته د رسېدنې په موخه ولیدل. په دې لیدنه کې  کابل ښاروال دیادې ناحیې د اوسېدونکو د ستونزو تر اورېدو، د سړکونو، لښتیو، کانالونو، پارکونو او زرغونو سیمو د جوړولو، تنظیفي خدمتونو او د ښاري نظم د ښه مدیریت په برخه کې د کابل ښاروالۍ د پلانونو په اړه رڼا واچوله او ویې ویل: د پنځمې ناحیې د ستونزو د هوارولو په موخه به لازم اقدامات ترسره شي.  نوموړي زیاته کړه: د ښار په بېلابېلو سیمو کې د متوازنې پراختیا د اصولو پر بنسټ، د یو شمېر عامه او ټولګټو پروژو د پلي کېدو چارې روانې دي او یو شمېر نورې به په راتلونکي کې هم پیل شي. په ورته وخت کې د يادې ناحیې مشرانو او استازو د کابل ښاروالۍ د وروستيو کړنو د ستايلو سربېره، له کابل ښاروال څخه يې د عزت پګړۍ په سر کولو سره مننه وکړه