الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

د کابل ښاروالۍ د کار، ساتنې او مراقبت ریاست د نوې اداري ودانۍ د جوړولو چارې ۶۵ سلنه پرمخ تللې دي

6 دلو 1403

14152.jpg (1820 × 1024)

د کابل ښاروالۍ د کار، ساتنې او مراقبت ریاست د نوې اداري ودانۍ د جوړولو چارې چې، څه موده وړاندې پیل شوې، تر اوسه (۶۵) سلنه پرمخ تللې او تر راتلونکو څلورو میاشتو پورې به بشپړې شي. د  هوا د سړښت له امله دا مهال د یادې ودانۍ د برښنا د سیستم جوړولو چارې ترلاس لاندې دي چې د ژمنيو تدابیرو په نیولو سره به یې پاتې چارې هم پر مخ ولاړې شي. دغه ودانۍ چې په (۸۵۰) متر مربع ځمکه کې د یوې تهکوۍ په ګډون د (۵) پوړونو په درلودلو سره ډیزاین شوې ده، دفترونه، د غونډو خونه، دهلیز، پخلنځی، د کاري وسایلو د ساتلو خونه او تشنابونه هم پکې په پام کې نیول شوي دي. د کابل ښاروالۍ د کار، ساتنې او مراقبت ریاست د ښاري زیربناوو په جوړولو او ساتنه کې فعالیت کوي؛ اړتیا وه چې د دغې نوې ودانۍ په جوړولو سره خپلو کارکوونکو ته غوره کاري چاپېریال چمتو کړي