الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

له دیوان بیګي څخه تر مهتاب قلعه پورې د نښلوونکي سړک د جوړولو لومړنۍ چارې روانې دي

6 دلو 1403

14154.jpg (1820 × 1024)

د کابل ښاروالۍ د کار ساتنې او مراقبت ریاست له لوري له دیوان بیګي څخه تر مهتاب قلعه پورې د نښلوونکي سړک لومړنۍ چارې چې کیندنې او خاورې لېږدول په بر کې نیسي روانې دي ترڅو د سړک اساسي جوړولو ته زمینه برابره شي. دا سړک پنځمه، شپږمه او دیارلسمه ناحیه او د کمپنۍ سړک له برچي سړک سره نښلوي چې، په اوږدو کې یې د کابل سیند د پاسه د موټرو د تګ رتګ یو پُل هم جوړېږي. له دیوان بیګي څخه تر مهتاب قلعه پورې سړک ۱۷۳۳ متره اوږدوالی او ۳۰ متره سور لري چې لښتیو او پلو لارو جوړول، د بایسکل چلولو لیکې، ګلدانونه او کرښې اچول په بر کې نیسي. د دې مهم نښلوونکي سړک چارې به تر راتلونکي یوه کال پورې په اساسي توګه بشپړې شي او ورسره جوخت به د سیمو اقتصادي ودې ته زمینه برابره شي