د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 4.00 ق-ظ
لمر راختل 5.2 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:45 ب-ظ
د مازديګر آذان 5:30 ب-ظ
د ماښام آذان 6.55 ب-ظ
د ماسختن اَذان 8:15 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 69.75 افغانی
1 یورو 77.48 افغانی
1 درهم 18.71 افغانی
1 تومان 1.2 افغانی
1 کلدار 245 افغانی
1 هندی 822 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د شهرنو په بازارونو کې د بېلابېلو اصنافو د فعالیت له څرنګوالي څخه څارنه وشوه

6 دلو 1403

 14156.jpg (1820 × 1024)

د لسمې ناحیې اړوند د شهرنو په بازارونو کې د بېلابېلو اصنافو د فعالیت له څرنګوالي څخه څارنه وشوه او سرغړونکو ته اړینې سپارښتنې وشوې. د لسمې ناحیې رئیس مولوي نورالوهاب نوري په دې هکله وویل چې، د یادې سیمې په بازارونو کې د نرخنامې د تطبیق له څرنګوالي، د توکو له کیفیت او نېټې، صنفي جواز، حفظ الصحې او د قصابیو، نانوایانو او رستورانتونو د کارکوونکو د روغتیا کارت له شتون څخه څارنه وشوه. نوموړي زیاته کړه چې، د څارنو په لړ کې فعالیت کوونکو ته سپارښتنه وشوه ترڅو په خپل فعالیت سره د پلو لارو او سړکونو د بندېدو لامل ونه ګرځي او پر ګرځنده پلورونکو هم ټینګار وشو چې، د ګڼه ګوڼې او بې نظمۍ له رامنځته کولو څخه په کلکه ډډه وکړي