د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 5:00 ق-ظ
لمر راختل 5:44 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 4:1 ب-ظ
د ماښام آذان 5:45 ب-ظ
د ماسختن اَذان 7:8 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 75.15 افغانی
1 یورو 74.84 افغانی
1 درهم 18.12 افغانی
1 تومان 0.910 افغانی
1 کلدار 258 افغانی
1 هندی 830.50 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د کابل ښاروالۍ د اداري شورا غونډه ترسره شوه

6 دلو 1403

14158.jpg (1820 × 1024)

د چارو د ښه او پر وخت ترسره کېدو په موخه د کابل ښاروال مولوي عبدالرشید په مشرۍ د یادې ادارې د مرستیالانو، د مرکزي ریاستونو او ناحیو د رئیسانو په ګډون د اداري شورا غونډه ترسره شوه. په دې غونډه کې د یو شمېر استملاکي ملکیتونو  د حقوقي ستونزو، په غیر پلاني سیمو کې د ځمکې د اضافي تصرف، د هوايي ډګر شمال خواته د مالګدامونو د وضعیت، د ودانیزو جوازونو صادرولو، د کابل ښاروالۍ د ملکیتونو په اجاره ورکولو او د یو شمېر ګذرونو د انقسام په اړه بحث او خبرې وشوې. کابل ښاروال ټینګار وکړ چې، د یادې ادارې مسئولان باید د ښاري مدیریت اړوند مسایلو ته لا ډېر پاملرنه وکړي، قانون دې په ټولو یو ډول پلی کړي او له ښاري سرغړونو څخه دې په کلکه مخنیوی وکړي. نوموړي ډاډ څرګند کړ چې، د ارزول شویو پلانونو له مخې به د ښاریانو ستونزې هوارې کړي او اړتیا ده چې، د پلانونو په پلي کېدو کې هم ښاریان تر بل هر وخت ډېر له کابل ښاروالۍ سره مرسته وکړي ترڅو د یوه آباد، قانونمند او منظم کابل ښار شاهدان و اوسو