د نهمې ناحیې د مسئولینو له لوري د یادې ناحیې له بازارونو څخه د څارنو په لړ کې، (۳۴۹٠) کیلو ګرامه بې کیفیته خوراکي او غیر خوراکي توکي چې، د مصرف نېټه یې هم پای ته رسېدلې وه او یو شمېر لوډسپیکرونه چې، د غږیزې ککړتیا لامل ګرځېدلي ؤ، راټول او د له منځه وړلو په موخه ټاکلي ځای ته ولېږدول شول. د نهمې ناحیې مرستیال مولوي عبدالغفور غفوري په دې هکله وویل: د ښاریانو د روغتیا خوندی ساتلو په موخه، دا ډول څارنې دوام لري او له ښاریانو یې غوښتنه وکړه چې، د خپلو اړتیا وړ توکو د پېردولو پرمهال د هغو نیټې او کیفیت ته پام وکړي دغه راز نوموړي له فعالیت کوونکو وغوښتل چې، د لوډسپیکرونو په کارولو سره د غږیزې ککړتیا د رامنځته کولو لامل ونه ګرځي. د حفظ الصحې له اړخه د ښاریانو د روغتیا خوندیتوب هغه موضوع ده چې، د کابل ښاروالۍ مسئولین ورته لومړیتوب ورکوي او له هغې څخه په دوامداره توګه څارنې کوي
د نهمې ناحیې اړوند سیمو څخه څه باندې (۳) ټنه بې کیفیته توکي راټول شول