الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

د نرخونو د کنټرول او له احتکار څخه د مخنیوي کمیسیون غونډه ترسره شوه

9 دلو 1403

14171.jpg (1820 × 1024)

د لومړنیو خوراکي توکو د نرخونو د کنټرول او له احتکار څخه د مخنیوي، له ګاونډیو هېوادونو څخه هېواد ته د وارداتو د څرنګوالي په اړه غونډه ترسره شوه چې تر بحث او خبرو وروسته ۴۳ ګڼه نرخنامه جوړه شوه. په همدې توګه په یاده غونډه کې پرېکړه وشوه چې د لومړنیو خوراکي توکو د نرخونو د کنټرول په اړه دې څارنې لا ګړندۍ شي ترڅو ښاریان و کولای شي په مناسب قیمت له بازارونو څخه خپل د اړتیا وړ تړکي ترلاسه کړي. د نرخونو د کنټرول او له احتکار څخه د مخنیوي کمیسیون د کابل ښاروالۍ، کورنیو چارو، مالیې، سوداګرۍ او عدلیې وزارتونو، د استخباراتو ریاست، د افغانستان بانک، لوی نظارت، د سوداګرۍ او پانګونې خونې، د احصایې او معلوماتو ملي ادارې، کسبګرو، هټیوالو، د نفت او ګاز امارتي شرکت، ستندرد ادارې او د اصنافو له استازو جوړ دی، چې د بازارونو وضعیت ته په کتو غونډه ترسره کوي او د اجرا په موخه اړینې پرېکړې کوي.