د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 4.24 ق-ظ
لمر راختل 5.56 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 4:15 ب-ظ
د ماښام آذان 6.11 ب-ظ
د ماسختن اَذان 7:32 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 71.85 افغانی
1 یورو 80.00 افغانی
1 درهم 19.60 افغانی
1 تومان 0.840 افغانی
1 کلدار 252 افغانی
1 هندی 822 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د اوولسمې ناحیې اړوند بازارونو څخه ۳۳۸۵ کیلو ګرامه بې کیفیته توکي راټول شول

14175.jpg (1820 × 1024)

د اوولسمې ناحیې د مسئولینو له لوري د یادې ناحیې اړوند بازارونو څخه د څارنې په لړ کې، (۳۳۸۵) کیلو ګرامه بې کیفیته خوراکي او غیر خوراکي توکي چې، دمصرف نېټه یې هم پای ته رسېدلې وه، او دغه راز یو شمېر لوډسپیکرونه چې، د غږیزې ککړتیا لامل ګرځېدلي ؤ، راټول او د له منځه وړلو په موخه ټاکلي ځای ته ولېږدول شول. د اوولسمې ناحیې رئیس مولوي حبیب الحق حقاني په دې اړه وویل: د یادې ناحیې د چاپېریالي روغتیا د مدیریت له لوري له بازارونو څخه څارنې روانې دي او له ښاریانو غوښتنه کیږي چې، د خپلو اړتیا وړ توکو د پېرودلو پرمهال د هغوی نېټې او کیفیت ته پام وکړي. په همدې توګه نوموړي له ګرځنده پلورونکو وغوښتل چې، د خپل فعالیت له امله د غږیزې ککړتیا د رامنځته کېدو لامل نه شي. د نوموړي په وینا؛ د ښاریانو د روغتیا د خوندي ساتلو په موخه به د چاپېریالي روغتیا او چاپېریال ساتنې په برخه کې کړنې نورې هم ګړندۍ کړي